Banner

د عشق انځور - احمد فاني / کندهار

03.05.2012 06:03

عشقه! تش انځور دي لري دا معنا
بل پرې ايښى اور دي لري دا معنا

يار وي که اغيار وي موږ يې وينو په
سترګو! سپين او تور دي لري دا معنا

دواړه به دي وي په کندهار کې جوړ
ياره کور او ګور دي لري دا معنا

ته چې يې دښمن ته په بدل ورکړې
اى بې ننګه! خور دي لري دا معنا؟

څه کوې احمد فاني دوهم جنت
غېږ د خپلې مور دي لري دا معنا


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د کتونکو شمېر....... Statistics Counter
د ټولو خپرېدونکو موادو حقوق له افغانسافټ سره خوندي دي، د متن کاپي کول د سرچينې په يادولو سره جواز لري.